دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 211184
د افغانستان د فوټبال لوبډلې پخوانی ورساتونکی له کرونا ویروسه ومړ
د افغانستان د فوټبال لوبډلې پخوانی ورساتونکی صادق ابراهیمي، چې پر کرونا ویروس اخته شوی و مړ شوی دی.
د صادق ابراهیمي ورور د هغه مړینه منلې او وایي، چې ارواښاد له کرونا ویروسه مړ شوی دی.
ارواښاد په  ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د ورساتونکي دنده تر سره کړې ده.
هغه د  ۲۰۰۲ کال د جنوبي  کوریا د بوسان په آسیایي او په ۲۰۰۵  کال کې د بنګلدېش او ترکمنستان سره په لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ملتیا لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لړبډلې ورساتونکی علی رضا قرباني هم همدا اوس پر کرونا ویروس اخته شوی دی.
قرباني پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې له کرونا ویروس سره یې مبارزه روانه ساتلې، کرونا راڅملولی یم … ورسره بې پروایي مکوي.
د یادونې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۱۵۲۰۵ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
https://avapress.com/vdcc4sqi02bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته