دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلې معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې په دې ویروس ۸ کسان مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور روغ شوي دي.
له دې سره په افغانستان په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵زره ۷۵۰ ته ورسېد.
له دې جملې تر ۱۴۰۰ زیات کسان روغ شوي هم دي.
روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که خلک روغتیايي سپارښتنې جدي رعایت نهکړي، دغه ویروس به په افغانستان کې بحران راولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)