دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 211192
د بښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي چې کرونا وایرس ته یې ماتې ورکړه او وروستی ټیسټ یې منفي شو .
د مشر منظور پښتون د کرونا ناروغي ټیسټ د روژې میاشتي په وروستیو کې مثبت را وتلی وو.
وروسته له هغه ځان قرنټین کړ او له لیدنو یې ډډه وکړه .‌ که څه هم د پښتون دوه ټیسټونه شوي‌وو یو یې په خپل نوم او بل یې په پردي‌ نوم د خوندي توب په موخه کړی وو؛ خو له بده مرغه دواړه ټیسټونه هغه مهال مثبت راوتلي وو.‌
اوس منظور پښتون قام او ولس ته په یوه غږیز پیغام کې خبر ورکړ چې وروستی ټیسټ یې منفي دی او کرونا ناروغي یې جوړه شوې ده
 
https://avapress.com/vdcb98b55rhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته