د کاپیسا ولایت د ترافیکو آمر تنظیم د نامعلومو وسله والو له لوري نن سهار مهال شاوخوا اته بجې ووژل شو.
نن سهار مهال د کاپیسا ولایت آمر تنظیم سمونیار سید منیر هغه مهال د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو چې دندې ته پر لاره ؤ. وروسته له سیمې څخه په لسګونو کسانو په لاریون لاس پورې کړی دی او د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.