د امریکا پولیس په دې کې پاتې راغلی تر څو د نړیوال قانون سره سم د خلکو د سوله ییزو لاریونونو او را غونډېدو حق خوندي کړي، دا کیدای شي د تاوتریخوالي وضعیت دومره سخت کړي چې د لاریون کوونکو ځان ته خطر متوجه کړي.
د عفوې نړیواله اداره: د امریکا پولیس په دې پاتې راغلي دي چې د خپلو وګړو د سوله ییز لاریون حق خوندي کړي
12 جوزا 1399 ساعت 16:53
د امریکا پولیس په دې کې پاتې راغلی تر څو د نړیوال قانون سره سم د خلکو د سوله ییزو لاریونونو او را غونډېدو حق خوندي کړي، دا کیدای شي د تاوتریخوالي وضعیت دومره سخت کړي چې د لاریون کوونکو ځان ته خطر متوجه کړي.
په امریکا کې د دې ادارې یوې لوړ پوړې چارواکې ریچل وارد اېن بي سي ويلي چې له ښار ته تر ښاره پورې د لاریون لمن د خپرېدو سره سم موږ د پولیسو د داسې اعمالو شاهد یو چې نا اړین ؤ او د خلکو پر وړاندې یې له زیات زور څخه کار اخستی دی. ریچل د قانون په پلي کوونکو غږ کړی دی چې دوی باید د وګړو هغه حق چې په سوله ییزه توګه لاریون وکړي، خوندي کړي او د زور کارولو ته د پای ټکی کیږدي. نوموړې زیاته کړې چې د سوله ییز لاریون او را غونډېدو په مقابل کې د شورش ضد درانه پوځي تجهیزات او د نظامي وسلو کارول کېدای شي چې دا کار د لاریون کوونکي وترهوي. داسې ځایونو ته په داسې جنګي وسلو سمبال پوځیان استول کېدای شي دوی په داسې یوه موقع کې راولي چې دوی دې خپل زور د لاریون کوونکو په مقابل کې ونه کاروي.
د مطلب کود: 211194