کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلومبرګ: چین ځیني زراعتي تولیدات له امریکا څخه بند کړي او د کاروبار د بندولو ګواښ یې کړی دی

12 جوزا 1399 ساعت 16:54

چین خپلو لویو دولتي شرکتونو ته توصیه کړې ده تر څو له امریکا څخه کرهڼیز توکي لکه سویابین پېرل بند کړي. یوه چینايي چې نه یې غوښتي نوم یې واخستل شي رسنیو ته ویلي چې چین د خوک غوښو واردول بند کړي دي. د تجارتي موادو پېر بندول څرګندوي چې د نړۍ په کچه د دوو لویو اقتصادونو په منځ کې تجارتي راکړه ورکړه له ستونزمن حالت سره مخ ده.




دا په داسې حال کې دي یوه چینايي لوړ پوړي چارواکي میاشت مخکې ویلي ؤ چې هر څه به د دوه اړخیزې هوکړې سره سم ښه شي خو داسې ښکاري چې د هانګ کانګ په اړه د ددوی په منځ کې تاوتریخوالي هله زیات شوی چې چین خپلې پښې په هانګ کانګ کې کلکې کړې دي.
مخکې هم ټرمپ ګواښ کړی ؤ چې امریکا به هغه څه له خپل کاروبار څخه کم کړي چې چین ته یې د هانګ کانګ له امله په امتیاز کې ورکړي ؤ.
 


د مطلب کود: 211195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211195/بلومبرګ-چین-ځیني-زراعتي-تولیدات-له-امریکا-څخه-بند-کړي-او-د-کاروبار-بندولو-ګواښ-یې-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com