دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 211195
چین خپلو لویو دولتي شرکتونو ته توصیه کړې ده تر څو له امریکا څخه کرهڼیز توکي لکه سویابین پېرل بند کړي. یوه چینايي چې نه یې غوښتي نوم یې واخستل شي رسنیو ته ویلي چې چین د خوک غوښو واردول بند کړي دي. د تجارتي موادو پېر بندول څرګندوي چې د نړۍ په کچه د دوو لویو اقتصادونو په منځ کې تجارتي راکړه ورکړه له ستونزمن حالت سره مخ ده.


دا په داسې حال کې دي یوه چینايي لوړ پوړي چارواکي میاشت مخکې ویلي ؤ چې هر څه به د دوه اړخیزې هوکړې سره سم ښه شي خو داسې ښکاري چې د هانګ کانګ په اړه د ددوی په منځ کې تاوتریخوالي هله زیات شوی چې چین خپلې پښې په هانګ کانګ کې کلکې کړې دي.
مخکې هم ټرمپ ګواښ کړی ؤ چې امریکا به هغه څه له خپل کاروبار څخه کم کړي چې چین ته یې د هانګ کانګ له امله په امتیاز کې ورکړي ؤ.
 
https://avapress.com/vdceoz8wnjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته