کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

درې میاشتې کېږي چې ننګرهار کې د کرونا له کبله هوټلونه تړل شوي دي

12 جوزا 1399 ساعت 16:56

ننګرهار کې د هوټلونو مالکان غوښتنه کوي چې دوی ته دې هم د فعالیت اجازه ورکړل شي ، ترڅو لس زره بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.



جلال اباد ښار کې د کرونا وایروس د خپریدو له وېرې نږدې درې میاشتې کېږي چې هوټلونه تړل شوي، چې له امله یې شاوخوا لس زره کسان هم بې روزګاره شوي دي.
نن د جلال اباد ښار د هوټلونو مالکینو د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال له حکومت وغوښتل چې دوی ته دې د فعالیت اجازه ورکړل شي.
جلال اباد ښار کې د هوټلونو خاوندان وایي، د کرونا ویروس له کبله د هوټلونو تړل کېدو سره شاوخوا ۱۰ لس زره کسان بې روزګاره شوي دي.
نېږدې درې میاشتې کیږي چې په جلال اباد ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر هوټلونه تړلي دي.
له همدې امله د هوټلونو خاوندانو دوشنبه یوه اعتراضیه ناسته لرله، چې پکې یې له ولایتي ادارې د هوټلونو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.
په جلال اباد ښار کې د هوټلونو د اتحادیې مشر حاجي فضل محمد زاخیل وایي، چې د هوټلونو په بندیدو سره یې نه یوازې مالي زیان لیدلی بلکې زرګونه کسان هم بې روزګاره شوي دي.
نوموړی وایي، که دوی ته د هوټلونو د بیا پرانیستل کیدو اجازه ورکړل شي نو روغتیایي لارښوونو به په پام کې ونیسئ.
((د هوټلونو د بندیدوسره لس زره کسان بې روزګاره شوي مونږ نور دومره تنګ شوي یو چې هر څه له منځه یوسو مونږ ته دې مالیه او کرایه هم معاف شي ځکه وس یې نه لرو))
دوی په یو پریکړه لیک کې له حکومت څخه د هوټلونو د مالیې او د کرایې د معاف کېدو غوښتنه وکړه.
دوی ګواښ وکړ که غوښتنې یې ولایتي اداره ونه مني نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
((درې میاشتې کیږي چې د ولایتي ادارې په غوښتنه مو هوټلونه بند دي مونږ کرایه او مالیه نشو ورکولی له حکومت په دې برخه کې خاصه توجو غواړو))
په ورته مهال د جلال اباد ښار د اصنافو او هټيوالو د خونې مشر عزیز الرحمن عرب وایي، په څو ځلي یې د هوټلونو د مالکینو یاده ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې خو تراوسه یې په دې برخه کې ولایتي ادارې عملي اقدام نه دی کړی.
((دا موضوع په څو ځلې له والي سره شریکه کړې ده خو تراوسه پورې ولایتي چارواکو زمونږ دا غوښتنه نه ده اوریدلې او هیڅ اقدام یې نه دی کړی))
 په همدې حال کې ولایتي چارواکي اوس هم اندیښنه لري چې د هوټلونو په پرانیستل کېدو سره به دې ولایت کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر نور هم زیات شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د کرونا سره د مبارزې کمیټې د پریکړې له مخې به جلال اباد ښار کې هوټلونه تړلي وي.
((د کرونا سره د مبارزې کمیتې پریکړه دا ده چې د هوټلونو په پرانیستل کېدو سره به یاده ناروغي نوره هم زیاته شي که یاده کمیټه لازمه وګڼي کیدای شي په راتلونکي کې یې په اړه یو تصمیم ونیول شي))
 جلال اباد ښار کې له هوټلونو پرته هر څه ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې، خو یوازې هوټلونه دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف لا تراوسه تړلي دي.
 


د مطلب کود: 211196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211196/درې-میاشتې-کېږي-چې-ننګرهار-کې-د-کرونا-له-کبله-هوټلونه-تړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com