خوښ ديک ۰

دری میاشتې وروسته اسپانیا بې مړینې شپه او ورځ تجربه کړه

وروسته له هغه چې له چین وروسته کرونا وبا د ایران له پولو اروپا ته واوښت، ایتالیا او اسپانیا د دغې ویروس تر سخت برید لاندې راغلل. پوره دری میاشتې وروسته اروپا مېشتې اسپانیا په لومړي ځل د کرونا له امله ۲۴ ساعتونه بې مړینې تجربه کړل او پرون د دوشنبې شپه او ورځ کې یې د کرونا له امله هېڅ مړینه نه درلوده. د کرونا وبا له ایران څخه وروسته په ایتالیا او اسپانیا باندې تر ټولو سختې ورځې راوستلې چې د مارچ میاشت د دغو هېوادونو لپاره د دوی په معاصر تاریخ کې د وبا له امله تر ټولو خونړۍ او ځوروونکې میاشت وه.
سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود: 211214 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *