کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دری میاشتې وروسته اسپانیا بې مړینې شپه او ورځ تجربه کړه

13 جوزا 1399 ساعت 9:01

وروسته له هغه چې له چین وروسته کرونا وبا د ایران له پولو اروپا ته واوښت، ایتالیا او اسپانیا د دغې ویروس تر سخت برید لاندې راغلل.

پوره دری میاشتې وروسته اروپا مېشتې اسپانیا په لومړي ځل د کرونا له امله ۲۴ ساعتونه بې مړینې تجربه کړل او پرون د دوشنبې شپه او ورځ کې یې د کرونا له امله هېڅ مړینه نه درلوده.

د کرونا وبا له ایران څخه وروسته په ایتالیا او اسپانیا باندې تر ټولو سختې ورځې راوستلې چې د مارچ میاشت د دغو هېوادونو لپاره د دوی په معاصر تاریخ کې د وبا له امله تر ټولو خونړۍ او ځوروونکې میاشت وه.



د مطلب کود: 211214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211214/دری-میاشتې-وروسته-اسپانیا-بې-مړینې-شپه-او-ورځ-تجربه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com