دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 211215
امنیت شورا: طالبان اوس هم د القاعده شبکې سره اړیکې پالي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل یو وروستي‌ رپوټ کې ویلي‌ چې وسله وال طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکې پالي، او القاعده د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنېږي. دغه رپوټ د امنیت شورا د (تحلیلي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې) لخوا چمتو شوی او د تېرې می میاشتې پر ۲۷مه نېټه د امنیت شورا ته وړاندې شوی دی.

د امنیت شورا وایي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په پای او د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له القاعدې سره غونډې درلودې،‌ او په دې غونډو کې پر عملیاتي‌ پلانونو،‌ تمریناتو او په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د ځای ورکولو په اړه خبرې وشوې.
په رپوټ کې راغلي‌ چې د القاعده ډلې جګپوړي‌ مشران، د دې ډلې سلګونه جنګیالي او د نورو نړیوالو ترهګرو ډلو غړي‌ لا هم په افغانستان کې دي‌ او له طالبانو سره اړیکي پالي.
وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر دې دمه د امنیت شورا دې رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
له حقاني شبکې سره پخوانۍ اړیکې:
د امنیت شورا وایي، د حقاني‌ شبکه په ځانګړې توګه له القاعدې سره د پخوا په څېر نږدې اړیکې لري او دې شبکې د امریکا او طالبانو د خبرو پر مهال القاعدې ته د دې خبرو په اړه حال ورکاوه.
رپوټ وایي،‌ طالبانو د دې خبرو پر مهال القاعدې ته ډاډ ورکاوه چې د دواړو ډلو تاریخي اړیکو درناوی به کوي.
رپوټ کې زیاته شوې چې القاعدې ډلې له امریکا سره د طالبانو تړون یوه بریا وبلله او مثبت غبرګون یې ورته وښود.
امنیت شورا د خبرداري په توګه وایي، د ترهګرۍ ضد هغو لاسته راړونو خوندي کول به یوه ننګونه وي‌ چې طالبانو یې په اړه له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې، ځکه دا ژمنه طالبان مجبوروي چې په افغانستان کې د القاعدې ګواښ له منځه یوسي.
د امنیت شورا په دې وروستي رپوټ کې د افغان سولې بهیر، د امریکا او طالبانو خپلمنځي‌ هوکړې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې او له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو هم رڼا اچول شوې.
رپوټ د دې ټولو مسلو په تړاو وایي، له لومړنیو نښو نښانو ښکاري‌ چې د دې اهدافو ترلاسه کول به ګران وي.
د امنیت شورا وایي، که څه هم طالب وسله وال د امریکا سره د خپلو مشرانو هوکړې ته ژمن دي، خو بیا هم په دې ډله کې خپلمنځي اختلافات شته او عمومي پیغام یې هم لا سخت دریځه دی.
رپوټ همدا راز اندېښنه څرګندوي‌ چې طالبان لا هم یو قوي‌ پوځي ځواک دی او د ۲۰۲۰ کال د جګړه ییز موسم لپاره چمتو دي.
رپوټ وایي، طالبانو پر افغان حکومت او ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي،‌ خو د امریکا له غوسه کولو ډډه کوي.
د امنیت شورا وایي، د شپږ نیم زره پاکستاني‌ وګړو په ګډون ګڼ شمېر نړیوال ترهګر په افغانستان کې د خوندي‌ ځایونو په لټه کې دي.
رپوټ وایي، د ترهګرۍ ضد ځواک په توګه د طالبانو پر وړتیا هله باور کېدلی شي چې دوی د داعش خراسان ډلې پر ضد ګام پورته کړي.
امنیت شورا د خپل رپوټ په پای کې وایي‌ چې د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي‌ او له همدې کبله یې پر طالب مرکچیانو د سفر بندیزونو کې نرمي‌ کړې، او مخکې به هم دا کار کوي.
https://avapress.com/vdchzznim23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته