کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني له مایک پومپیو سره د سولې پر راتلونکو ګامونو او اوربند خبرې وکړې

13 جوزا 1399 ساعت 9:05

ولسمشر محمد اشرف غني دوشنبه ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر راتلونکو ګامونو او نا اعلان شوې اوربند خبرې کړي دي.
په دې ویډیويي غونډه کې په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس وېلسن، د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان سکاټ مېلر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لوري په دې غونډه کې د “نا اعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې د لوبې اصول به په کې مشخص کیږي ټینګار وکړ”.



اعلامیه زیاتوي چې د واړو لوریو هوکړه وکړه چې په نږدې ورځو کې د سولې بهیر پر نورو جزئیاتو ګډ کار وکړي.
د ارګ په اعلامیه کې د نا اعلان شوي اوربند په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د تېرې جمعې پر ورځ د اختر درې ورځو کې اوربند ته په اشارې ویلي وو چې د تاوتریخوالی کمښت به دوام ولري.
هغه پر ټویټر لیکلي وو چې اوربند پيچلې مسله ده او د تاوتریخوالي پای ته رسول ځانګړو او دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري.
اعلامیه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار وکړ چې امریکا د اوږدمهال ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د یوه خپلواک، متحده ، دیموکرات او باثباته افغانستان غوښتونکې ده.
د افغانستان د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله هم دې غونډه کې ګډون درلود او دا لومړی ځل دی چې نوموړی له امریکايي لوري پر دې کچه د سولې په اړه خبرې کوي.
د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو هم دې غونډه کې ګډون کړی وو.


د مطلب کود: 211217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211217/ولسمشر-غني-له-مایک-پومپیو-سره-د-سولې-پر-راتلونکو-ګامونو-او-اوربند-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com