کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د نفوسو شمېر ۳۲.۹ ميليونه اټکل شو

13 جوزا 1399 ساعت 10:15

د سر شمېرنې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد د وګړيو شمېر ۳۲.۹مـیليونه اټکل شوی دی.
له يادې اداې نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له ۳۲.۹ مـیليونه افغانانو ۱۶.۸ مـیليونه يې (۵۱.۰ سلنه) نارينه او ۱۶.۱ مـیليونه (۴۹.۰سلنه) یې ښځينه وګړي جوړوي.



په دې اعلاميه کې راغلي چې د هېواد د ۳۲.۹ مـیليونه وګـــړيو له ډلې ۲۳.۴ مـیليونه ( ۷۱.۰ سلنه) كليوالي وګړي،۸.۰ مـیليونه (۲۴.۴ سلنه) ښاري وګړي او ۱.۵ مـیليونه (۴.۶ سلنه) یې کوچي وګړي جوړوي.
د سر شمېرنې او معلوماتو ملي اداره زياتوی، د وګړيو په دې اټکل کې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسـوالۍ، ۲۴موقتي ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مـــركـزونه) شـامل دي.


د مطلب کود: 211219

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211219/د-هېواد-نفوسو-شمېر-۳۲-۹-ميليونه-اټکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com