کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ژغورنې نړیواله کمېټه: کرونا به په افغانستان کې انساني ناورین رامنځ ته کړي

13 جوزا 1399 ساعت 9:10

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه کمېټه وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا خورا چټکه او له کنټرول وتلې ده، نو ښايي انساني ناورین رامنځ ته کړي. دغه کمېته وایي، افغان حکومت هم د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه چټکه کړې ده خو داسې ښکاري چې اړین تجهیزات نه لري او که پاملرنه ونه شي، نو وضعیت به تر دې هم خطرناک شي. عامې روغتیا وزارت هم د پېښو د ډېرېدو خبره کوي.



سره له دې چې د هېواد په ډېری ښارونو کې خلک د کرونا ویروس له چټکې پراختیا شکایت کوي، تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. دغې کمېټې تازه د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا سلنه یوازې تېره میاشت ۶۸۴ ته رسېدلې ده. دغه کمېټه د کرونا ویروس د پراختیا دغه چټکتیا وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بولي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه دغه راز وایي، باید له افغانستان سره د تجهیزاتو او نورو اړینو مواردو په برخه کې مرسته وشي، څو دلته د یوې انساني فاجعې له رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي.
عامې روغتیا وزارت دمګړی په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۷۵۰، د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۵ او له کرونا د بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۱۴۲۸ کسه ښيي.


د مطلب کود: 211221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211221/د-ژغورنې-نړیواله-کمېټه-کرونا-په-افغانستان-کې-انساني-ناورین-رامنځ-ته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com