دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 211228
د هندوستان د پوځ سرحدي ځواکونو پرون د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر باندې حمله کړې ده. د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر باندې د هندوستان د سرحدي ځواکونو په برید کښې لس تنه کشمیریان ووژل شول. خبر زیاتوي چې د هند او پاکستان سرحدي ځواکونه د کشمیر په کنټرول لاین کښې له یو بل سره ښکیل شول خو د دغې نښتې په هکله تراوسه کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوې.

یاده دې وي چې د پاکستان او هندوستان ترمینځ شخړه په دې وروستیو کښې بیا زیاته شوې ده. هندوستان تیره یکشنبه په پلازمینه نوې ډیلي کښې درې تنه پاکستاني سفارتکاران د جاسوسۍ په تور ونیول او خارجه وزارت یې پرون وویل چې له هغو څخه دوه تنه له هیواده وباسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په نوې ډیلي کښې د خپلو ډیپلماټانو په نیولو باندې په اعتراض سره ویلي چې هنندي ځواکونو دغه سفارتکاران شکنجه کړې دي.
https://avapress.com/vdcb58b5wrhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته