دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 211244
خلیلزاد د افغانانو ترمنځ خبرې مهمې بولي
د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل افغانستان کې د سولې مهمه برخه ده او ورته باید زمینه برابره شي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې د بندیانو د ازادولو د بهیر دوام، اختر ورځو کې درې ورځني اوربند سولې ته د رسېدو هېلې راټوکولې دي دواړه لوري(افغان حکومت او طالبان) یې د سولې خبرو لپاره نېږدې کړي دي.
نوموړی زیاتوي:«له ستونزو او کړاونو سره موږ په ښه موقعیت کې یوو. خوشبین یوو چې پایله کې موږ د افغانانو ترمنځ د خبرو پر لور روان یوو.»
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل کوربتوب لپاره څو هېوادونو د چمتووالي اعلان کړی دی، خو په تړاو به یې وروستۍ پرېکړه افغان حکومت او طالبان کوي.
په همدې حال کې خلیلزاد دا هم ویلي دي چې که طالبان د سولې هوکړې له مخې خپلې ژمنې پلې نکړي، امریکا هم د دغې ډلې پر وړاندې ژمن نه پاتې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغان حکومت له خوا د ازاد شویو طالب بندیانو اعلان شویو شمېر ناسم ګڼي.
د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر د روان کال په وري میاشت کې پیل شو چې له اختر مخکې حکومت د طالبانو ۱۱۰۰ بندیان ازاد کړل خو د اختر په درې ورځو کې د طالبانو له لورو د اوربند له اعلان وروسته، ولسمشر اشرف غني د دغه اوربندي د هرکلي او د ښه نیت ښودلو په پاره د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان صادر کړي چې د دغه شمېر له ډلې تر پرونه حکومت ۲۷۱۰ تنه ازاد کړي او پاتې نور به هم ازاد کړي چې د ولسمشر فرمان عملي شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د ۵ زرو طالب بندیانو ازادولو د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل لپاره یوه برخه وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxve8xuqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته