کابل – د روسیې هیواد له لورې بشردوستانه روغتیايي مرستې نن سهار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلی میرویس ناب او په کابل کې د روسیې هیواد سفیر ښاغلي دیمتري ژرنوف په شتون سره، د افغانستان د ورغتیا وزارت ته وسپارل شوې.
ښاغلي ناب، افغانستان سره د روسیې هیواد د همیشنئ مرستو په تیره بیا د کرونا په سختو شرایطو کې د روسیې د بشردوستانه مرستو څخه مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا هیله وکړه. ښاغلی ژرنوف هم د خپلو خبرو په بهیر کې افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)