دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 211275
امرالله صالح: افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو اوج ته د تلو په حال کې دی
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکوي چې که روغتیایي لارښوونې په پام کې ونه‌ساتل شي، هېواد به تر راتلونکو دوو میاشتو د کرونا ویروس د ناورین د اوج شاهد وي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ زره زیات شو په دې هېواد کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو شوې.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» په یوه وېډیويي پیغام کې وایي، افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو اوج ته د تلو په حال کې دی.
دی وایي د افغانستان په اړه د بهرنیو او کورنیو روغتیایي بنسټونو د اټکلونو له مخې، که روغتیایي لارښوونې په سمه توګه په پام کې ونه‌ساتل شي، دغه هېواد به تر راتلونکو دوو اوونیو په چټکتیا سره د کرونا ویروس د خپرېدو شاهد وي.
ښاغلی صالح په افغانستان کې ورځ بلې ته د کرونا ویروس د خپراوي زیاتېدلو پړه د هغو کسانو پر غاړه اچوي، کوم چې ګرځ‌بندیز، قرنطین او روغتیايي لارښوونې نه‌مراعتوي.
 
هغه زیاته کړه: "د سږ کال په اګسټ یا د اسد میاشتې په منځ کې، یعنې په ۱۳۹۹ کال کې موږ به د دغه منحني ملا ماته کړو او لاړ به شو څلورم پړاو ته چې د اخته کېدو د پېښو د کچه راټیټېدل دي او زیات احتمال شته چې د کال له پای وړاندې موږ خپل هېواد عادي حالت یا پنځمې دورې ته ورسوو."
د هغه په خبره، تمه کېږي د اسد میاشتې په منځنیو ورځو کې به دغه ویروس په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راشي او د کال تر پایه به له‌منځه لاړ شي.
ښاغلی صالح وایي چې حکومت د مرستو لپاره په پراخه کچه پلانونه لري او زر به پلي شي.
له دې سره د ژغورنې نړیوالې کمېټې (اي‌ارسي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې په یوه میاشت کې د تأیید شویو پېښو کچه ۶۸۴ سلنه لوړه شوې ده.
د دغه نړیوال بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناورغان تر هغه زیات دي کوم چې د روغتیا وزارت‌یې اعلانوي.
دغه بنسټ ویلي چې دغه وزارت په کرونا د مشکوکو کسانو له شمېره یوازې له ۱۰ تر ۲۰ سلنه چې دوه زره کسان کېږی د ازمایښت ظرفیت لري چې په خبره‌یې دا کم دی.

له دې سره روغتیایي چارواکي سره له دې چې د تشخیصي کېټونو کمښت نه‌ردوي، خو وایي چې د مراجعه کوونکو په اندازه د ازمایښت ظرفیت لري.
د کابل د عامې روغتیا رئیس خوشحال نبي‌زاده په دې اړه زیاته کړه: "دا چې دا مهال تقاضا زیاته وي او زموږ ظرفیت دا رښتیا نه دي له تقاضا مې هدف د خلکو حضور دی، موږ دا مهال د ټېسټ اخیستلو په مرکزونو کې د خلکو د حضور په تناسب خدمات وړاندې کوو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۳۲۲ په کرونا مشکوکو پېښو ازمایښت شوی او له دې شمېره ۷۵۹یې مثبت تأیید شوي دي.
له دې سره په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پېښو شمېر ۱۶ زره او ۵۰۹ کسانو ته ورسېد.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5f0xkyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته