دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 211277
غني او پمپیو د افغانستان د سولې بهیر د راتلونکیو هڅو په اړه خبرې کړي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې بهیر د راتلونکیو هڅو او کړنو په اړه ګدې خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ په داګه کړې، چې دواړو لوریو تېره ورځ د وډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې اترې تر سره کړې دي.
په دې وډيو کنفرانس کې د ولسمشر دواړو مرستیالانو؛ امرالله صالح او سروردانش، د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر، د امریکا سفارت شاژدافیر راس ویلسن هم برخوال ول.
په دې کنفرانس کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د امریکا موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهاله او ستراتیژیکو اړیکو په چوکاټ کې د متحد، خپلواک، ډیموکراټ او باثباته افغانستان رامنځته کول دي، چې له حکومت سره ورته په ګډه کار کوو.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ دا ویډیو کنفرانس د سولې پر بهیر، د سولې پر راتلونکيو ګامونو، د بندیانو پر خوشې کولو، د خبرو اترو پر موقعیت او د سولې اړوند پر نورو هڅو راڅرخیدلی دی.
همدارنګه دواړو لوریو د خبرو اترو پر پیل او په اړه یې د همکاریو پر اړتیا ټینګار څرګند کړی دی.
دغه راز څرګندوه شوې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به د سولې بهیر پر جزئیاتو کار وشي او په ځانګړي ډول د افغان حکومت لخوا د نااعلان شوي اوربند پر میکانیزم ټینګار وشو، چې د سولې بهیر پوره روښانه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeyd0ew6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته