ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل "د دغې رهبرۍ هېڅ یو غړی په کرونا ویروس نهدی اخته شوی."
دا په داسې حال کې ده فارین پالېسي مجلې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې په ګڼه کې د طالب چارواکي مولوی محمد علي جان احمد له قوله لیکلي چې "ملا هبتالله ناروغ دی، خو د رغېدو په حال کې دی."
مجلې د نوم نهښودلو په شرط په کوټه کې د درېیو طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، کېدای شي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کرونا ویروس له امله مړ شوی وي.
خو په دوام کې راغلي چې تر اوسه پورې دا ادعا د کومې خپلواکې سرچینې لهخوا نهده تأیید شوې.
د افغانستان امنیتي بنسټونو هم د دې خبر په تړاو څه نهدي ویلي.
د فارین پالېسي د راپور په اساس طالب سرچینو ویلي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ملا هبتالله هېڅ پیغام او تصویر نهدی خپور شوی او حتی د اختر په پیغام کې یوازې په یو لیک بسنه شوې وه.
فارین پالېسي مجلې همدارنګه لیکلي چې په کرونا ویروس د طالب مشرانو اخته کېدل سبب شوی چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د عملياتو رهبري پر غاړه واخلي.
خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد دغه راپورونه تشې اوازې یادې کړې او ویېویل چې دا ډول راپورونه د عامه ذهنونو د خرابولو او له امریکا سره د سولې موافقې د اغېزمنولو لپاره ترسره کېږي.
له دې سره پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په کرونا ویروس د طالب مشرانو د اخته کېدو او ملا هبتالله د مړینې خبر ردوي.
دی وايي: "زه فکر کوم دا خبر حقیقت نهلري، تر کومه ځایه چې د ژغورنې شورا له حکومت او طالبانو سره سره اړیکې لري ویلی شم چې دغه راپورونه حقیقت نهلري."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)