کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په بدخشان کې څلور عام وګړي وژلي – چارواکي‎

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جوزا 1399 ساعت 17:45

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو په دې ولایت کې پر ۴ ملکي وګړیو ډزې کړې او هغه یې وژلي دي.



د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال د دې ولایت د ارغنجخوا په اړوند سیمه کې څلور ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي.
نظري زیاته کړې، چې د پېښې قربانیان دوه سړي او د دوی دوه زامن دي.
هغه دا هم ویلي، چې تر دې دمه د پېښې لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو پېښه هم د طالبانو تر څار لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
بدخشان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې له پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه لري، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې د طالبانو په ګډون القاعده او داعش ډلې پراخې هڅې تر سره کوي.
 


د مطلب کود: 211287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211287/طالبانو-په-بدخشان-کې-څلور-عام-وګړي-وژلي-چارواکي

آوا
  https://www.avapress.com