دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 211291
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي چې په واشنګټن کې امریکایي پوځیان ځای پر ځای کوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ماښام اعلان وکړ چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي او احتجاجونو د کابو کولو لپاره یې د امریکایي پوځ کارولو پرېکړه کړې. پلازمېنې واشنګټن ته هم د ملي ګارډ اته سوه اضافي عسکر ور بلل شوي دي. ټرمپ خبریالانو ته وویل: تېره شپه چې په واشنګټن کې څه وشول هغه د شرم ځای دی. نن شپه به ګرځبندیز په کلکه پلی کېږي.

په امریکا کې روان احتجاجونه او ورسره مل تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شول چې تېره دوشنبه د جورج فلویډ په نامه یو تور پوستی کس د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر وخت ووژل شو.
ولسمشر په خپله لنډه وینا کې د جورج فلویډ وژنه وغندله، خو تور یې پورې کړ چې په هېواد کې په دې پلمه روان احتجاجونه او تاوتریخوالی (په کور دننه ترهګري) ده.
نوموړي ګواښ وکړ چې ورانکاري به نیول کېږي، قانوي چلن به ورسره کېږي او د کلونو لپاره به زندان ته اچول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcb98b58rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته