دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 211292
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي دي که څه هم مسکو له هغه حالت نه خوښه نه دی چې اوس په امریکا کې جریان لري خو نوموړې د هغو ټولیزو لاریونونو او پاڅونونو په اړه چې اوس په امریکا کې جریان لري ویلي دي چې هغه یوه داسې امریکايي تراژیدي ده چې د بشر د حقونو په اړه د واشنګټن د ستونزو څرګندويي کوي. نوموړې چې په دې اړه له یوه سیمه ییز چینل سره غږېدلې ده، ویلی دي چې موږ هر هغه څه ګورو چې دلته څه تیریږي، دا داسې دي لکه له کوم شي څخه چې توره پرده لیرې کړې.

امریکایان ښه پوهیدل چې دلته اصلا څه تیریږي خو له دې وضعیت څخه یې په بل ډول ګټه پورته نه کړله. دوی لا هم نورو خلکو ته د بشر د حقونو درسونه ورکول او د دوی خلاف یې بندیزونو لګولو ته دوام ورکاوه. نوموړې وویل که څه هم مسکو د امریکا د اوسني وضعیت په اړه خوشحاله نه دی خو هغه څه چې اوس یې په خپلو سترګو ګورو هغه یوه امریکايي تراژیدي ده.
مونږ به اوس وروسته له دې پېښو څخه چې د سر په سترګو مو ولیدې د امریکا د رهبرۍ په اړه څه ووایو! وروسته د پولیسو له دومره زور کارونې، او د رسنیو له لارې د خلکو په عامه افکارو کې لاسوهنې او د تورونو لګول! په دې کې پوښتنه نشته ده، دا ټول هغه څه دي چې له کلونو راهیسې دلته په امریکا کې جریان لري.
په مینسوټا کې هغه مهال چې خلکو په لاریونونو لاس پورې کړ او پاڅون یې وکړ، بیا په ویدیوګانو کې ولیدل شول چې پولیسو خلک په څه ډول وحشت سره نیول.
کله چې جورج فلویډ د جعلي پیسو د کارولو په تور ونیول شو او بیا د پولیسو په مرکز کې مړ شو چې په پایله کې یې څلور پولیس له دنده لیرې شول. په هغه پسې بیا ملي ګارد د اعتراض کوونکو د آرامولو لپاره را وغوښتل شو او په ۴۰ ښارونو کې په ګرځېدو بندیز ولګول شو.
 
https://avapress.com/vdccosqii2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته