کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې د کورونا پر مخنیوي۲۰ میلیونه بودجه لګول شوې

13 جوزا 1399 ساعت 17:51

په ارزګان کې ولايتي چارواکي ادعا کوي چې دغه ولايت ته د کورونا لپاره د ځانګړې شوې ۳۰ ميليونه افغانيو له جملي څخه ۲۰ ميليونه ۷۹ زره ۷ سوه ۸۰ افغاني لګول شوې دي.


د دغه ولایت والي محمد شفيق اسدلله سعيد رسنيو ته د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل، دغه کابو ۲۰ میلیونه لګول شوې پیسې په عامه پوهاي، د تجهیزاتو په پېرلو او د بسترونو پر ترمیم او بیا جوړونې لګول شوې دي.
هغه وايي، ارزګان ته د ځانګړې شوې ۳۰ ميليونه بودجې له جملي څخه دامهال څه کم لس ميليونه افغانۍ پاته دي.
«موږ د کورونا ناروغانو لپاره په درېيو بېلابېلو قراردادونو کې چې غټ قرارداد يې ۴۳ قلمه روغتيايي تجهزات دي، خريداري کړي ده. ترڅنک مو د عامه پوهاوي په برخه کې هم څه باندي ۲ ميليونه افغان لګولې دي، چې ټول ۲۰ ميليونه ۷۹ زره ۷ سوه ۸۰ افغاني کېږي او پاتې ۹ ميليونه او ۸۰ زره افغاني دي د کورونا پر وړاندې مبارزې ته په پام کې نیول شوې دي.»
په ورته مهال د ارزګان اوسېدونکي بیا پر ولايتي چارواکو سختي نيوکي کوي، چې څه باندي ۲۰ ميليونه افغانۍ يې پر څه لګولې دي.
په دغه ولايت کې د مدني ټولنې فعالان چې د يادو پیسو د مصارفو په کمېټو کې هم برخه لري، زياته وي چې له دوی سره په مشهوره يادي پیسي نه دي مصرف شوي.
فعالان غوښتنه کوي چې د حکومت له لوري د ورکول شوي طرزالعمل مطابق دې يادې پیسي مصرف شي.
«دخداي لپاره! موږ مدني ټولني په کمېټه کې برخه لرو، خو زموږ له لاسلیک پرته توکي پېرل شوي دي او موږ پر دې موضوع خبر هم نه یوي.»
فعالان نيوکي کوي چې په دغه ولايت کې د تجهزاتو د پلورولو په برخه کې فساد شوي او په لوړ قيمت روغتيايي تجهزات پېرل شوي دي.


د مطلب کود: 211293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211293/په-ارزګان-کې-د-کورونا-پر-مخنیوي۲۰-میلیونه-بودجه-لګول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com