خوښ ديک ۰

فراه کې هندوانه کیلو په یوه افغانۍ پلور کېږي

د راپورونو له مخې فراه او هرات ولایتونو کې سږکال د هندوانو حاصلات ډېر، خو بازار یې کم دی.
فراه کې هندوانه کیلو په یوه افغانۍ پلور کېږي
 
n فراه ولایت یو شمېر کروندګر وايي، سږکال یې د هندوانو حاصلات ډېر ښه دي، خو په وینا یې بازار ورته نشته.
دوی وايي، چې فراه ولایت کې هندوانه کیلو په یو افغانۍ پلوري، او هرات ولایت کې بیا کیلو په دوه نیمې روپۍ دی.
دوی وايي، چې له مجبوریت یې نه په بیه او نه په وړیا توګه پلوري، دوی له دولت څخه غواړي چې هنداونو ته یې بازار موندنه وکړي، تر څو له سخا کېدو یې مخنیوی وشي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې سږکال فراه ولایت کې د هندوانو حاصلات څه باندې ۶۸۹ زره ټنو ته رسي.
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې اوس مهال د ډول – ډول میوو موسم دی او کروندګر یې ښه حاصل ته سترګي په لاره دي، خو هېواد کې کله نا کله د بازار نشتو او د سړوخونو نشتوالی د کروندګرو حاصلات له ګواښ سره مخوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود: 211294 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *