n فراه ولایت یو شمېر کروندګر وايي، سږکال یې د هندوانو حاصلات ډېر ښه دي، خو په وینا یې بازار ورته نشته.
دوی وايي، چې فراه ولایت کې هندوانه کیلو په یو افغانۍ پلوري، او هرات ولایت کې بیا کیلو په دوه نیمې روپۍ دی.
دوی وايي، چې له مجبوریت یې نه په بیه او نه په وړیا توګه پلوري، دوی له دولت څخه غواړي چې هنداونو ته یې بازار موندنه وکړي، تر څو له سخا کېدو یې مخنیوی وشي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې سږکال فراه ولایت کې د هندوانو حاصلات څه باندې ۶۸۹ زره ټنو ته رسي.
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې اوس مهال د ډول – ډول میوو موسم دی او کروندګر یې ښه حاصل ته سترګي په لاره دي، خو هېواد کې کله نا کله د بازار نشتو او د سړوخونو نشتوالی د کروندګرو حاصلات له ګواښ سره مخوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)