دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 211296

د کندوز د والي ویندوی عصمت الله مرادي وویل چې دا پېښه د خان اباد ولسوالي په ځنګل باشي سیمه کی هغه مهال وشوه چې د کارګرو د موټر په لار کې ښخ شوی ماین وچاودېده.
دافغانستان د کندوز د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالي کې د ماین په چاودنه کې لږترلږه ۷ کارګر وژل شوي دي.
د کندوز د والي ویندوی عصمت الله مرادي وویل چې دا پېښه د خان اباد ولسوالي په ځنګل باشي سیمه کی هغه مهال وشوه چې د کارګرو د موټر په لار کې ښخ شوی ماین وچاودېده.
د مرادي په وینا په دې پېښه کې ۷ کارګر وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د کندوز د والي ویاند او د روغتون مسوولان وايي چې د دوو تنو ټپیانو حال په نسبي ډول د ډاډ وړ و نو د خان اباد په روغتون کې بستر شول خو ۴ نور، چې حال یې نازک و، د کندوز حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د ځنګل باشي سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان عموماً دې سیمې ته پر غځېدلو لارو د دې لپاره ماینونه ږدي چې دولتي ځواکونه پکې عملیات ونه کړي.
طالبانو تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه د ي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcgyq9x3ak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته