دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 211300
ټرمپ ته پرانیستی لیک- افغانستان نه مه وځه، دا شرموونکې ماتې ده
د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا یو پخواني غړي جوی لیبرمن او د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال متقاعد جنرال جېک کاین په یو پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې له افغانستان څخه سرتېري ونباسي.

د دوی دا لیک واشنګټن پوست د سه شنبې په ورځ جون۲ (غبرګولي۱۳) خپور کړ.
دغو دواړو پخوانیو امریکايي چارواکو لیکلي دي‌ چې له افغانستان څخه مخکې تر وخته "د سرتېرو ایستل به هغه دښمن ته چې مونږ تقریبآ لویه ماتې ورکړې ده، شرموونکي تسلیمېدل او یوه بحران زېږوونکې اشتباه وي."
ولسمشر ټرمپ ټېنګار کوي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د پولیسو رول لوبوي او د افغانستان د بیارغونې او ملت جوړونې په چارو کې بوخت دي، خو د دغو دوو امریکايي چارواکو په دې لیک کې دا خبره رد کړې ده.
په لیک کې راغلي دي چې امریکایي ځواکونه "له افغانانو سره د هغوی د هېواد په بیا رغولو کې مرسته نکوي. بلکې هغوی داسې یو ماموریت ترسره کوي‌ چې یوازې د امریکا وسله وال پوځ یې ترسره کولی شي. که مخکې تر وخته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، یوازې افغانان نه،‌ بلکې امریکایان به هم د دغې پرېکړې بدې پایلې وویني."
په لیک کې راغلي دي‌ چې په را رونو اونیو کې له افغانستان څخه په "مغلق ډول" د امریکايي ځواکونو ایستل به لوی خطر او له ضرورت پرته به امریکایانو ته تلفات واړوي.
وايي په افغانستان کې دا مهال د امریکایي ځواکونه ماموریت ښکاره او محدود دی، "هغوی نه د افغان ځواکونو سره مرسته کوي، نه د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې برخه اخلي او نه د طالبانو سره په جګړې کې د هغوی لاس نیوی کوي، بلکې یوازې د القاعده او داعش ضد عملیاتو ماموریت پرمخ بیایي."
ولسمشر ټرمپ په وار وار دا خبره کړې ده که له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هم له هغه هېواد څخه پر امریکایانو برید وشو، امریکا به یې ځواب ته ور ودانګي. خو دغو دوو پخوانیو امریکایي چارواکو په خپل لیک کې دا فرضیه هم رد کړې ده او ویلي دي چې په یمن او عراق کې د امریکا دا تجربه هم ښه ثابته نشوه.
وايي امریکا په یمن، عراق، سومالیا، سوریه او لیبیا کې پرته له دې چې سرتېري ولري، په ترهګرو بریدونه کولی شي، ځکه دغه هیوادونه اوږد سمندري ساحلونه لري، خو افغانستان د دغو هېوادونو په څېر نه دی: "افغانستان په وچه کې ایسار یو غرنی هېواد دی چې ډېر کلي او بانډې لري او امریکایي ځواکونه یوازې هغه وخت دغلته دښمن په نښه کولی شي،‌ چې هلته دیره وي. "
په لیک کې اندېښنه ښودل شوې ده‌ چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته القاعده د یمن په څېر په افغانستان کې په اسانۍ سره بېرته د پناه ځایونه پیدا کولی شي او پر امریکایانو د بریدونو پلانونونه جوړولی او عملي کولی شي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې هم ویلي دي‌ چې طالبان له القاعده سره اړیکي پالي او له امریکا سره یې د القاعده ډلې په مشورې تړون لاسلیک کړی دی. د ملګرو ملتونو په راپور کې یادونه شوې ده چې د القاعده ډلې مشران په افغانستان کې دي او دا ډله په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت او د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.
د جګړې د انستیتوت دغه دوه امریکایي کارپوهانو په خپل پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ‌ څخه غوښتي دي: " لطفآ پر امریکایي ځواکونو باندې دا غیر ضروري ماتې مه تحمیلوه. په شرموونکې ماتې کې مه ګډیږه او زموږ د ځینو خونړیو دښمنانو په ضد د جګړې له لومړۍ کرښې څخه عقیب نشیني مکوه."
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxsqix2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته