د وزارت ویاند طارق آرین وايي چې په برید کې د وزیر اکبر خان د جومات خطیب محمد اکبر ایازي او یو لمونځ کوونکی وژل شوي او لږ تر لږه درې نور کسان ژوبل شوي دي.
د وزیر اکبر خان د جومات خطیب محمد اکبر ایازي او یو لمونځ کوونکی وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جوزا 1399 ساعت 20:09
د وزارت ویاند طارق آرین وايي چې په برید کې د وزیر اکبر خان د جومات خطیب محمد اکبر ایازي او یو لمونځ کوونکی وژل شوي او لږ تر لږه درې نور کسان ژوبل شوي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ویلي وو چې ښاغلی ایازي له برید وروسته روغتون ته انتقال شوی دی او ژوبل دی.
د وزیر اکبر خان جومات د کابل ښار په لسمه ناحیه کې دی. برید د سه شنبې په ماښام جون ۲ (غبرګولي۱۳) شوی دی.
ښاغلي آرین ویلي دي چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې ځینې چاودېدونکي توکي هم موندلي او خنثی کړي دي.
تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه منلی خو د کورنیو چارو وزارت وايي: "دا د دین او اسلامي ارښتونو خلاف د ترهګرو د ناوړو عملونو سلسله ده." افغان حکومت وسله وال طالبان او د داعش ډلې "ترهګر" ګڼي او په افغانستان کې ډېر ځانمرګي بریدونه هم طالبان کوي.
دا برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې په کابل کې د خبریالانو په یو موټر باندې چاودنې کې دوه خبریالان ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.
تر دغې پېښې مخکې د کابل په ښار کې د نسايي ولادي په روغتون باندې وسله والو ډله ایز برید وکړ او د یو شمېر ښځو او ماشومانو په ګډون یې شاوخوا ۱۳ تنه ووژل.
د دغو دواړو بریدونو مسولیت د داعش ډلې اخیستی دی. ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د حقاني شبکه د داعش ډلې سره همکاري لري او په کابل او نورو ولایتونو کې ورته د پیچلیو بریدونو لپاره زمینه سازي کوي.
د مطلب کود: 211309