د افغانستان کورنیو چارو وزرات مسوولین وايي، تیره ماښام د پلازمېنې کابل په وزیر اکبر خان مېنه سیمه کې د یوه جومات په ساحه کې دننه چاودنه شوې، چې د دغه جامع جومات خطیب محمد ایاز نیازی پکې شهید شوی دی.
له دې مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین وویل، د جومات اودس ځای کې ځای پر ځای شوي باروت چاودلي، چې له کبله د خطیب ایاز نیازي په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د دغې چاودنې غږ په شاوخوا سیمه کې اوریدل شوی.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني هغه مهال وویل: په روغتون کې د محمد ایاز نیازي درملنه روانه ده، خو وروسته ښاغلي ارین پر خواله رسنیو اعلان وکړ، چې نوموړي ساه ورکړه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشر ضد جنایت دی. ''