کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: طالبانو سره باید جوړجاړی وشي؛ د افغانستان کړکېچ د جګړې په دوام نه حل کېږي

14 جوزا 1399 ساعت 8:12

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه ځانګړې مرکه کې له وسله والو طالبانو سره په د جوړجاړي خبره کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې روان کړکېچ د جګړې له لارې نشي ختمېدلی.
ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ په اړه هم اندېښنه ښودلې چې وايي، وسله والو طالبانو تر دې وروستیو له القاعدې ډلې سره اړیکې درلودې او دې ډلې ته یې افغانستان کې پناه ورکوله.



ښاغلي عبدالله  وویل، 'له القاعده سره د طالبانو تحریک اړیکي پرې کول د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه وه، دا په بشپړ ډول نه ده عملي شوې، پرمختګ شوی، خو ډېر څه لا پاتې دي چې باید وشي او بې له شکه زموږ لپاره دا زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده.'
له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر سیاسي‌ جوړجاړي وروسته، او د ملي پخلاینې د عالي‌ شورا مشر ټاکل کېدو راهیسې دا لومړی ځل و چې ښاغلي عبدالله د سولې په تړاو پر ګڼو موضوعاتو مفصلې خبرې وکړې.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور کېدلی شي،‌ ښاغلي عبدالله وویل، 'دلته مسله پر طالبانو یا کومې بلې ډلې د باور نه ده، بلکې دا د خبرو ازمایښت لپاره د هر چا توجه جلبوي.'
 


د مطلب کود: 211312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211312/عبدالله-طالبانو-سره-باید-جوړجاړی-وشي-د-افغانستان-کړکېچ-جګړې-په-دوام-نه-حل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com