دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
د مطلب کود : 211313
په جاسوسۍ تورن ایرانی ساینس پوه له امریکا وشړل شو
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، هغه ایرانی ساینس پوه چې د امریکا په توقیف کې و، له هغه هېواده وتلی او ایران ته پر لاره دی. د تهران یوه پوهنتون ساینس پوه سایرس اصغري په ۲۰۱۶ کال کې د یوه امریکايي پوهنتون د څېړنیزو موادو سودا کولو پر هڅه تورن شوی و، خو په تېر نومبر کې نوموړي ته یوې فدرالي محکمې برائت ورکړ.

تېره میاشت ویل شوي و، چې له کورونا وېروسه له رغېدن وروسته به ښاغلی اصغري خپل هېواد ته وشړل شي.
امریکا او ایران دواړو رد کړې چې ګواکې نوموړی د بندیانو تبادلې په توګه لېږل کېږي.
د سې شنبې پر ورځ په یوه انسټاګرام پیغام کې ښاغلي ظریف خوښي څرګنده کړه او هېواد ته د هغه ستنېدل یې یو ښه زیری وباله، خو پر امریکا یې نیوکه کړې چې د ده په وینا یو شمېر نور ایراني ساینسپوهان یې 'یرغمل ' کړي دي.
د شریف پوهنتون پر دغه ۵۹ کلن پروفیسر امریکايي څارنوالانو تور پورې کړی و، چې د امریکايي سمندري پوځ لپاره یې د امریکا هوايي ایالت کاس ویسټرن ریزرو پوهنتون له یوې څېړنې د غلا هڅه کړې.
 
https://avapress.com/vdcgqq9xwak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته