کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صالح: افغانستان کې د کورونا بحران خپل اوج ته نه دی رسېدلی؛ وضعیت لا خرابېدلی شي

14 جوزا 1399 ساعت 8:17

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په افغانستان کې دننه او بهر علمي وړاندوینې ښیي چې افغانستان به په راتلوونکو دوه میاشتو کې د کورونا ویروس د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي.
لومړي مرستیال امرالله صالح له خلکو وغوښتل چې د روغتیا وزارت سپارښتنې جدې وګڼي، که نه ناورین به لري نه وي. ښاغلی صالح وايي اټکل شوی چې ښايي د لمریز کال تر پایته رسیدو مخکې په هیواد کې وضعیت عادي شي.


نوموړي‌ سې شنبه د ارګ پر فېسبوکپاڼه خپل لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي:
"له بده مرغه رسمي او نارسمي شمیرې ښيي چې اوسمهال زموږ هیواد دریمې دورې یعني د بحران لوړې کچې ته نږدې شوی. د دې وایروس خپریدا ډیریږي. د هیواد دننه او بهر علمي وړاندوینو له مخې افغانستان به په راتلونکو دوو میاشتو کې د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي. مګر دا چې تاسې علمې او طبي سپارښتني جدي وګڼئ".
ښاغلي صالح د خپل پیغام په پای کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې، د ده په ټکو، د خلکو د وژلو له جنایت نه دې لاس پر سر شي او بشردوستانه اوربند ته دې غاړه کېږدي.
 


د مطلب کود: 211314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211314/صالح-افغانستان-کې-د-کورونا-بحران-خپل-اوج-ته-نه-دی-رسېدلی-وضعیت-لا-خرابېدلی-شي

آوا
  https://www.avapress.com