کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د ډاکټر ایاز نیازي وژنه ستر جنایت بللی

14 جوزا 1399 ساعت 8:18

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي پیغام کې د وزیر اکبر خان مسجد د امام او خطیب مولوي محمد ایاز نیازي وژنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ستر جنایت بللی دی.



ډاکټر ایاز نیازی تېره شپه ماښام وخت د کابل په تر ټولو با امنه سیمه د وزیر اکبر خان په تاریخي مسجد کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.
د نوموړي په شمول یو بل کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
ډاکتر ایاز نیازی په افغانستان کې د سولې د روان بهیر څخه کلک ملاتړی ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخالف او د اشرف غني پر حکومت د متنقدینو څخه وو.
باید وویل شي چي څه موده تر مخه یوه پنجشیري قومندان حسیب قوای مرکز پر ټولنیزو پاڼو ادعا کړې وه چې د ملي امنیت له لوري په کابل کې د شپږو کسانو د وژلو امر ورکول شوی چې یو له هغو څخه یې ډاکتر ایاز نیازی هم یاد کړی وو.
 


د مطلب کود: 211315

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211315/طالبانو-د-ډاکټر-ایاز-نیازي-وژنه-ستر-جنایت-بللی

آوا
  https://www.avapress.com