کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د ملګرو ملتونو وروستی راپور له «ناسمو » معلوماتو او «کینې» څخه ډک بللی

14 جوزا 1399 ساعت 8:20

طالبانو په افغانستان کې د القاعده تنظیم د فعالیت او رزنیزو کمپونو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور له «ناسمو استخباراتي» معلوماتو او «کینې» څخه ډک بللی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په خپل وروستي راپور کې ادعا شوې، چې طالبان لاهم له القاعده تنظیم سره اړیکي پالي او یاد تنظیم ته په افغانستان کې خوندي روزنځایونه او پناه ورکوي، کومه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.



د طالبانو لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ددغه راپور د ردولو ترڅنګ له امریکا سره لاسلیک شوې د سولې توافقنامې ته هم ژمنتیا ښودلې ده: «اسلامي امارت د دغه راپور جزئيات په کلکه ردوي، موږ د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې توافقنامې ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هم تائید شوې ده، کلکه ژمنتیا لرو او پخپل اړخ کې د یادې توافقنامې مندرجات عملي کوو.»
په طالبانو کې د انشعابي ډلې په هکله د ملګرو ملتونو د ادعا په غبرګون کې طالبان وايي، چې د دوی لیکې ټولې متحدې دي، هیڅ ډلې ټپلې ته په کې ځای نشته. د بیلګې په توګه یې تیرو اوربندونو ته په اشارې سره یې ویلي، چې ټولو «مجاهدینو» په یوه غږ د خپلو مشرانو خبره عملې کړې ده.
طالبان دغه راز ټینګار کوي، چې ددوحې تړون له مخې به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا په خلاف وکاروي او یاهم دلته د روزنې کمپ جوړ کړي: «د دوحې د توافقنامې له مخې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پرخلاف  استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضرر د روزنې کمپ جوړ کړي، یا زموږ له خاورې  څخه په استفاده د چا په ضد اعانه را ټوله کړي.»
د طالبانو په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو وروستی راپور د سولې ضد او جنګ خوښو کړیو لخوا ددې لپاره جوړ شوی،څو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافقنامې په تخریب او ناکامۍ سره په افغانستان کې د جګړې دوام یقیني او خپلې شخصي ګټې تضمین کړي.
د اعلامیې په پای کې طالبانو د ملګرو ملتونو په منشي، د امنیت شورا په غړو هېوادونو او اړوند اړخونو غږ کړی، چې «مغرضو» اشخاصو او حلقاتو ته اجازه ورنه کړي، چې ددوی له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنې دا ډول «غیر مؤثق» او ناسم راپورونه خپاره او د یاد سازمان بې پرې توب ته زیان ورسوي.
له القاعده تنظیم سره د اړیکو پاللو او د یاد تنظیم افرادو ته د پناه ورکولو په اړه د ملګرو راپور په داسې مهال د طالبانو لخوا رد او بې اساسه ګڼل کیږي، چې له طالبانو مخکې امریکايي چارواکو هم دغه راپور ناسم او ترتاریخ تیر بللی وو.
 


د مطلب کود: 211316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211316/طالبانو-د-ملګرو-ملتونو-وروستی-راپور-له-ناسمو-معلوماتو-او-کینې-څخه-ډک-بللی

آوا
  https://www.avapress.com