دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 211317
د امام خمیني رح د رحلت په هکله تسلیت وایو
یودیرش (۳۱) کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد لارښود روح الله موسوي خمیني رحمت الله علیه له اوه اتیا (۸۷) هڅانده او ناستړي کیدونکي ژوند وروسته وفات شو . امام خمیني رح د ایران د شاه له ظالم رژیم او په هیواد کښې د امریکا له لاسوهنو سره خپلې مبارزې له دیارلس سوه دوه څلویښتم (۱۳۴۲) هجري لمریز کال څخه پیل کړې او بالاخره د شاه رژیم لخوا ترکیې او بیا عراق ته جلاوطن کړی شو .

امام خمیني رح په عراق کښې په دیارلس (۱۳) کاله جلاوطنۍ کښې د ډیرو شاګردانو په روزلو سربیره په ایران کښې د امریکا د ناجایزو ګټو او د شاه  رژیم د فاسد ماهیت په ایشوا کولو بوخت شو او د روښانه کونکو اعلامیو په خپرولو سره یې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې .
بالاخره د مبارزې له اوج ته رسیدا او فرانسې ته د امام خمیني رح له هجرت او بیا ایران ته د هغه په پرتمین ډول له راستنیدا وروسته د ایران اسلامي انقلاب په دیارلس وه اوه پنځوسم (۱۳۵۷) هجري لمریز کال کښې بریالی شو .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي به نن د رسنیو له لارې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د یودیرشمې(۳۱) کلیزې په مناسبت په ژوندۍ بڼه وینا وکړي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت مراسم چې هر کال د امام خامنه اي په وینا سره د امام خمیني رح په سپیڅلي حرم کښې ترسره کیدل  روان کال په غونډو باندې د بندیز په وجه  له کورونا سره د مبارزې د ملي کمیټۍ د روغتیايي حکمونو ته په پام سره نه ترسره کیږي .
 
https://avapress.com/vdca66nu049n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته