دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 211363
د کابل امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني پرانیستل شوه
د کابل د امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوه.

په دې قوماندانۍ کې د امنتي او دفاعي ځواکونو ارګانونه شامل دي چې د کورنیو چارو د وزارت، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست یو یو استازی به‌یې د مرستیال په توګه چارې مخته وړي، مشر یې د کابل امنیه قوماندان امان‌الله واحدي ټاکل شوی دی.
چارواکي وایي چې ګډه قومانداني به د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ لپاره هڅې کوي او له جرمونو سره به مبارزه کوي.
دا عمومي قومانداني په داسې وخت کې جوړه شوې ده چې د کابل په ښار کې جرمونه زیات شوي او خلک شکایت لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb08b5frhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته