کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني پرانیستل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1399 ساعت 9:22

د کابل د امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوه.



په دې قوماندانۍ کې د امنتي او دفاعي ځواکونو ارګانونه شامل دي چې د کورنیو چارو د وزارت، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست یو یو استازی به‌یې د مرستیال په توګه چارې مخته وړي، مشر یې د کابل امنیه قوماندان امان‌الله واحدي ټاکل شوی دی.
چارواکي وایي چې ګډه قومانداني به د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ لپاره هڅې کوي او له جرمونو سره به مبارزه کوي.
دا عمومي قومانداني په داسې وخت کې جوړه شوې ده چې د کابل په ښار کې جرمونه زیات شوي او خلک شکایت لري
 


د مطلب کود: 211363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211363/د-کابل-امنیت-لپاره-ګډو-ځواکونو-عمومي-قومانداني-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com