ښاغلي عثماني په داسې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر په توګه دنده پیل کړه، چې افغانستان له کرونا وباه لاس او ګرېوان دی.
په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر او له امله یې د مړینې کچه پورته کېږي، افغان حکومت د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز لرې او جواد عثماني یې د هغه ځان ناستی کړ.
پخوانی وزیر ښاغلی فېروزالدین فېروز له پنځو کلو راهیسې د عامې روغتیا وزیر په توګه پاتې شوی و، چې افغانستان د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم یې مسؤلیت ډېر او د خلکو پام ور زیاد شو.
افغان حکومت په داسې حال کې چې د ښاغلي فېروز له پنځه کلن ماموریت څخه ستاینه وکړه، جواد عثماني یې د هغه ځای ناستی اعلان کړ.
جواد عثماني نن ( پنجشنبه غبرګولي ۱۵ ) د خبري ناستې پر مهال وویل چې له خپلو همکارانو سره په ګډه به روغتیايي خدمتونه ګرندي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)