دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 211376
زابل کې ۱۰ ټُنه نشه یې توکي نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې درې کسان چې غوښتل چې لس ټُنه نشه یې توکي له زابل څخه کندهاز ته ولېږدوي نیول شوي دي.
یاد وزارت نن ( پنجشنبه غبرګولي ۱۵ ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د زابل ولایت امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو کلات ښار اړوند باکورزو دروازه کې له نشه یي توکو ډک ټېلر موټر نیولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې درې کسانو لس ټُنه نشه یي توکي په ټېلر موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له زابل څخه یې کندهار ته ولېږدوي، چې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې نیول شوي کسان اوس مهال د پولیسو تر څېړنې لاندې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeyd0vw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته