دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 211381
د هرات حوزوي روغتون ۶۰ سلنه کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي
د هرات حوزوي روغتون مسئولان وایي، د دوی ۶۰ په ۱۰۰ کې کارکوونکي په 'کووېډ- ۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي، له همدې کبله دوی د روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شوي او که د کرونا پیښې زیاتې شي، روغتیایي خدمتونه به ټکني شي.

د هرات حوزوي روغتون شااوخوا زر تنه کارکوونکي لري.

د دغه روغتون د سوځېدنې څانګې ټول کارکوونکي کرونا نیولي، حال دا چې د مسؤلینو په خبره د انتاني څانګې سم نیمایي او د داخلې او جراحي څانګو ۳۰ سلنه پرسونل دا ویروس لري.

د هرات روغتیایي مسؤلان اوس لاس په کار شوي چې په رضاکاره ډول روغتیایي کارکوونکي وګماري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw8b58rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته