دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 211396
هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو بله جوپه
تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۸۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې کابل کې ۳۲۳ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د یاد وزارت د ورځني معلوماتو پر بنسټ چې نن ( پنجشبنه غبرګولي ۱۵ ) خپاره کړي، پکې ویل شوي، چې تر کابل وروسته هرات  کې تازه ۱۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په همدې ترتیب کندهار کې ۶۵، ننګرهار کې ۵۴، بادغیس کې ۴۸، خوست کې ۴۰، پکتیا کې ۳۶، بلخ کې ۳۴، پکتیکا کې ۳۲، نیمروز کې ۱۸، کونړ کې ۱۵، تخار کې ۸، بامیان کې ۲ او لوګر او لغمان ولایتونو کې یوه – یوه د تازه پېښه ثبت شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له تېرې ورځي راهیسې ۶۲ کسان له همدې ویروس څخه بېرته ښه شوي، او شپږ کسانو بیا خپل ژوند بایللی دی.
هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه ۱۸ زره او ۵۴ کسان په یاد ویروس اخته شوي، چې له همدې شمېر څخه ۳۰۰ کسان مړه او یو زرو او ۵۸۵ کسان بېرته ښه شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwzni-23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته