دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 211420
'ترور زوی مې زنګ راوواهه چې ترور دې مړه ده، تاسې دې خبر وئ. ما ویل څه تکلیف يې و، هغه خو روغه جوړه وه، کورونا خو به نه وه؟ ویل يې، نه خو سابندي او تبه يې لرله. ادې مې چې ورغله، ویل يې، تابوت يې کلک رانغاړل شوی و. د کور ټولو غړو يې دستکشې او ماسکونه اچولي وو'.
دا د کابل مېشتي حنیف خبرې دي. د ده په غوښتنه يې په دغه رپوټ کې مستعار نوم کارول شوی.
حنیف وايي، ترور يې د کورونا له کبله مړه شوه خو زامنو يې ځکه دا کیسه له نورو پټه ساتلې وه چې بیا به د وېروس له وېرې څوک جنازې ته ورنشي او د دوی په اند 'مړی به يې سپک شي'.
بي بي سي له یو شمېر هغو کورنیو سره خبرې کړې دي چې په دې وروستیو کې یې غړي مړه شوي‌ دي.‌
د دې کسانو د مړینې لامل که هر څه وي،‌ خو له دې کورنیو، او همدا راز له روغتیایي چارواکو سره له خبرو مالومېږي‌ چې نن سبا یو شمېر کسان هر مړي ته د کورونا وېروس د مړي په سترګه ګوري،‌ او له همدې کبله یې زړه کې شک او وېره وي.‌
په افغان ټولنه کې ځينې د یو شمېر دودیزو ارزښتونو لامله په دې اند دي چې که د مړي په جنازه کې يې خلک ډېر وي نو دا يې د کورنۍ او مړي د ډېر درناوي ښکارندویي کوي خو که کم وي نو درنښت يې هم کمېږي.
چارواکو بي بي‌ سي‌ ته دا هم ومنله چې ځینې وخت د کورنۍ کړي د کورونا ناروغ ناروغي له خلکو پټه ساتي،‌ او که چېرې دا ناروغ یا ناروغه مړه شي نو کورنۍ یې د مړینې اصلي‌ سبب هم نه په ډاګه کوي.‌
له حنیف مې د ده د ترور زوی جمال شمېره واخیسته چې که اصلي کیسه مالومه کړای شم. زنګ مې ورته وکړ. په تسلیت ویلو پسې مې ترې وپوښتل چې مور يې څنګه وفات شوه؟
په خبرو کې يې د مور د بایللو درد حس کېده. خو د ده د خولې کیسه هغسې نه وه چې حنیف راته وکړه.
جمال راته وویل چې مور يې د تشویش، عصبي فشار او د وزن زیاتوالي تر څنګ ګڼ تکلیفونه لرل خو په وروستیو ورځو کې يې سږو مشکل پېدا کړی و او ساه يې ښه نشوه اخیستلی.
https://avapress.com/vdcf0yd0xw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته