دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 211453
د بدل یا مخۍ واده مخینه او تاریخ په افغانستان کې ډېر زوړ دی ؛ تر ډېره هغه کورنۍ چې د ولور د ورکړې وس او توان نه لري یو بل ته په بدل کېنجونې ورکوي او هم دغه کار ته د افغانستان په ځینو برخو کې (موخۍ) هم وايي .‌ د بدل ودونو لاملونه د لوړ ولورسره سره بېوزلې، ناپوهي او ښځو ته د نارینه وو په پرتله په کمه سترګه کتل ښودل کېږي.
د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د بدل یا موخۍ ودونه توپیرونه لري. کله ناکله د کم عمره نجلۍ او پېغلې بدل کې د کوچنۍ نجلۍ کورنۍ اړه ده، چې مقابلې کورنۍ ته په سلګونو زره پیسې ورکړې او ودول یې هم تر پېغلتوب پورې مهلت ولري.
بل ډول یې که د یوې نجلۍ بدلنۍ په فزیکي لحاظ کمزوري وي نو له روغتیا څخه د برخمنې نجلۍ کورنۍ پر غړو څه اندازه پيسې او ځینې شرایط کېښودلی شي.
په غزني ‌کې د خبریال وېب پاڼې همکاره خدیجه اشرفي‌ وايي وايي‌ چې په هم دغه ولایت او د هیواد په نورو ښارونو کې اوس د بدل د ودونو دود تقریبآ د پخوا په اندازه ډېر کم شوی دی ؛ خو په لیري پرتو سیمو کې لا هم دا دود او دستور دوام کړی دی .

د بدل واده تر ټولو مهم اصل دا دی، چې که له یوې نجلۍ سره څه ډول چلند کیږي باید له همغې بلې سره هم هغسې “یعنې سم، ناسم چلند او د ژوند د اسنتیاوو لپاره د یو ډول وسایلو برابرولو” ته پاملرنه وشي.
د غني‌ ولایت یوه مدني ‌فعاله فوزیه وايي چې دا ډول ودونه کامیاب نه وي‌او اکثره د ستونزو او شخړو سبب ګرزي .
نوموړې زیاتوي‌ چې ددې کار د مخنیوي‌لپاره عامه پ،هاوي‌ته زیاته اړته اړتیا ده .
بل پلو د غزني‌ولایت د ښځو چارو ریسه شکریه ولي‌وايي چې دا ډول ودونه د تاوتریخوالي ‌سره سره د طلاق سبب هم ګرزي .
دا زیاته وي چې تر اوس په غزني ‌ښار کې د موخۍ یا د بدل د ودونو کچه ځکه ټیټه شوې چې خلکو ته پوهاوی ورکول وی دی ؛ د ښاغلې ولي‌په خبره چې دا پو هاوی په کار دی چې اوس په لیري ‌پرتو سیمو کې خلکو ته ورکول شي .
دافغانستان اکثره وګړي په دې باور دي چې ددغه دود د ختمولو لپاره تر ټولو ښه رول دافغانستان علما لوبولای شي ‌چې په مساجدو کې خلکو ته د موخۍ او بدل د ودونو خلاف داسلام د مقدس دین پوهاوی ورکړي ؛ ځکه بدل په اسلام کې یو غیري‌اسلامي‌عمل بلل کېږي . 
 
https://avapress.com/vdcbs8b5frhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته