دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 211456
کرونا په افغانستان کې پټ آفت؛ په یوه ورځ له ۹۰۰ زیاتې مثبتې پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ د جون په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې تر ۱۵۰۰ کسان معاینه کړي چې په ۹۱۵ کسانو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
له یادو پېښو څخه یې ۴۲۳ په کابل، ۲۰۱ هرات، ۱۱۶ بلخ، ۲۹ کندز، ۲۳ کونړ، ۲۱ـ۲۱ په سرپل، کندهار او فراه، ۲۰ هلمند، ۱۵ سمنګان، ۱۱ پکتیا، ۷ ننګرهار، ۴ وردګ او ۳ کسان لغمان کې په کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) ناروغۍ اخته شوي دي.
دا لومړی وار دی چې په ورځني توګه د عامې روغتیا وزارت تر ټولو زیاتې شمیرې ثبتوي، خو له دې وړاندې د وزارت مرستیال وحید مجروح ویلي وو چې د کرونا ناروغانو له مخې یې یوازې په ټولیز ډول ۲۰ سلنه معاینات کړي دي.
له دې دا جوته کیږي چې په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر د ښودل شوې شمیرې څخه څو چنده لوړ دی، خو د تجهیزاتو او وسایلو کموالی او د خلکو بې غوري د زیاتو معایناتو ترسره کولو مخه نیسي.
افغانستان کې عموما خلک په دې باوري دي چې کرونا یو عادي ناروغي ده، اوس یې پخوانی زور کم شوی او له دې زیات خلک ښه کیږي، خو بلخوا مدني فعالان او ډاکټران دا خبرې په کلکه ردوي، دوی وایي چې اوسمهال ۹۰سلنه ناروغان د کرونا له کبله مړه کیږي.
د عامې روغتیا وزارت لخوا د ښودل شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر نږدې ۱۹زرو ته رسیږي.
د روغتیایي مسوولینو له خولې دغه راز ۹ کسان هم مړه شوي دي، چې ټوله شمېره ۳۰۹ تنو ته رسیږي، خو ویل کیږي د مړو شویو کسانو شمېره له دې څو چنده لوړه ده.
د راپورونو له مخې سیمه ییز چارواکي وایي دغه ویروس د افغانستان په ۸۰ سلنه خلکو خپور شوی دی، خو لا هم هغه کسان چې په دغې ناروغۍ اخته شوي د ګڼې ګوڼې ځایونو کې برخه اخلي، چې دا یو ستر ناورین رامنځته کولی شي.
په کابل کې د ځينو روغتونونو کارمندان راتلونکی د کرونا په اړه د افغانستان لپاره ناسم بولي، دوی وایي چې د خلکو سخته بې غوري کولی شي هېواد له جدي ناورین سره مخ کړي او دا به د زرګونه کسانو د مړینې لامل شي.
 
https://avapress.com/vdcenz8wpjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته