کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو وزارت؛ تر دې دمه «۱۴۳» افغان کډوال له کرونا مړه شوي

17 جوزا 1399 ساعت 8:46

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، په ایران، ترکیه، یونان او پاکستان کې سلګونه افغان کډوال په کرونا وبا اخته شوي دي، له دې جملې څخه «۱۴۳» کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې زیات یې له ایران څخه راپور شوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند عبد الباسط انصاري د جمعې په ورځ د جون په ۵مه نېټه رسنیو ته ویلي چې په ایران کې سلګونه افغان کډوال په کرونا ویروس (کوویډ-۱۹ ناروغۍ) اخته شوي دي.



له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د افغان کډوالو له خولې راپورونه ورکړي وو چې د ایران حکومت افغان کډوالو ته د کرونا اړوند پاملرنه نه کوي او په روغتونونو کې ځای نه ورکوي، چې دا د لسګونه کسانو د مړینې لامل شوی دی.
انصاري وایي، له ۱۳۰ افغان کډوالو څخه چې ایران کې په کرونا اخته او مړه شوي دي، له جملې څخه یې ۱۰۰ تنه په تهران، ۲۵ په مشهد او ۵ نورو په زاهدان ښار کې دي.
د کډوالۍ وزارت په وینا، په ایران کې دوه نیم ملیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا ۳۸۰زره یې د ایران حکومت لخوا د کرونا سره د مبارزې کمپاین پرمهال هېواد ته راستانه شوي دي.
ایران په کرونا وبا له لومړیو اخته هېوادونو څخه دی، چې د کډوالو او نورو لارو په واسطه دغه ناروغي افغانستان ته انتقال شوه، چې اوس په کې نږدې ۱۹زره کسان په کرونا اخته ثبت شوي دي.
د کډوالۍ وزارت ویاند دغه راز وایي چې د ترکیې په بېلا بېلو ښارونو کې ۸۰ تنه افغان کډوال په کرونا اخته شوي چې له جملې څخه یې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له بلې خوا که څه هم پاکستان کې ۲.۴ ملیونه افغان کډوال ژوند کوي خو د یاد وزارت په وینا یوازې ۳ تنه کډوال په کرونا اخته شوي او دریواړه مړه شوي دي. خو په پاکستان کې د افغان کډوالو په وینا دغه هېواد کې لسګونه کډوال په کرونا اخته شوي او زیاته برخه یې بېرته روغ شوي دي.
«د کرونا له خپریدو وروسته له پاکستان څخه شاوخوا ۵۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي».
انصاري زیاتوي چې په یونان کې هم یو شمېر افغان کډوال په کرونا اخته شوي دي، د نوموړي په وینا که څه هم د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی خو تر دې دمه د مړینې خبر نه دی ورکول شوی. د کډوالۍ وزارت په وینا یونان کې شاوخوا ۵۶زره افغان کډوال ژوند کوي.
هغه وویل چې د کرونا له کبله ټول قربانیان په خپلو کوربه هېوادونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي چې ایران کې د کرونا ناروغانو شمېر ۱۶۷زره او په پاکستان کې نږدې ۹۰زرو ته رسېدلی دی، که څه هم ایران د یادې وبا په مخنیوي کې هلې ځلې بریالی شوي خو په پاکستان کې ددې ناروغۍ مثبتې پېښې په حیرانونکې ډول مخ پر زیاتېدو روانې دي.
 


د مطلب کود: 211457

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211457/د-کډوالو-وزارت-تر-دې-دمه-۱۴۳-افغان-کډوال-له-کرونا-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com