د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ته وویل چې دا ځایونه په هرات ښار کې د قرنطین له اصولو د سرغړونې په خاطر بند شوي دي.
ښاغلی فرهاد زیاتوي: "لسګونه تالارونه، هوټلونه، رستورانتونه او تفرېحځایونه چې په هرات ښار کې یې فعالیت پیل کړی و، د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي او د ښاریانو د روغتیايي خوندیتوب په خاطر بند او لاک او مهر شول."
په هرات کې د کرونا پر ضد د مبارزې ولایتي کمېټې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ټول عمومي مکانونه باید بند شي.
د والي ویاند ښاغلي فرهاد یو ځل بیا د هرات پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د مسؤلو چارواکو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)