دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 211479
زلمی خلیل‌زاد دوحې، اسلام‌اباد او کابل ته په سفر روان شوی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی د جمعې په ورځ یو وار بیا د سیمې په سفر روان شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمی خلیل‌زاد به د دې سفر په ترڅ کې دوحې، اسلام‌اباد او کابل ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خلیل‌زاد د دې سفر لومړنی تمرکز به د بین‌الافغاني خبرو د اسانه پیل لپاره د افغان لورو ترمنځ پر راتلونکو ضروري، عملي ګامونه د هوکړې ترلاسه کول وي.

په بیان کې زیاته شوې ده چې پر دې سربېره به ښاغلی خلیل‌زاد د خپل تېر سفر چارې تعقیب کړي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ګډې اعلامیې له مخې به د بېلابېلو خواو له اړخه د شویو ژمنو عملي کېدل وارزوي.

د تاوتریخوالي کمول او د بندیانو خوشې کول هغه څه دي چې خلیل‌زاد به‌یې په اړه خبرې وکړي.

د بندیانو خوشې کېدل په وروستیو اوونیو کې چټک شوي، خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته تاوتریخوالي لا هم دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjave8huqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته