دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 211485
د پاکستاني طالبانو په اړه د اسلام اباد ادعا ته د کابل غبرګون
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ویلي و «تحریک طالبان پاکستان» د هند په مرسته له افغان خاورې څخه د پاکستان او نورو هیواونو پر ضد فعالیت کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه جون پنځمه (غبرګولې۱۶) په یوې اعلامیې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ادعا په ردولو سره ویلې چې د پاکستاني طالبانو لاسونه د افغانانو په وینو لړي او زیاتوي چې دغه ډله د افغانستان د ملي امنیت پالیسۍ له مخې یوه تروریستي ډله ده.
یاد وزارت ویلي چې (TTP) هم د نورو تروریستي ډلو په څېر د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې جنګیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په تیرو کلونو کې د (TTP) یو شمېر مشران او د هغوی غړي د جګړې په ډګر کې وژل شوي او یو شمېر نور تر نیولو کېدو وروسته عدالت ته وړاندې شوي.
تر دامهاله د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله په ګډون د دغه ډلې یو شمېر نور مشران او غړي لکه محسود شهریار په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې افغانستان په سیمه کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستې او په دې برخه کې زیاته قرباني ورکړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د هر ډول توپیر پرته د ټولو تروریستي ډلو پر ضد یو شان عمل کوي چې په وینا یې دا د تروریزم په وړاندې د افغان حکومت د قوي مبارزې اراده څرګندوي.
دا بحثونه وروسته تر هغه راپور ته کیږي چې ملګرو ملتونو تیره اونۍ پخپل یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.
په افغانستان کې د پاکستاني جنګیالو د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د یاد راپور تر خپرېدو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د غه راپور د هند حکومت پر هغه موقف باندې د تائید مهر لګوي چې ویلي و پاکستان د نړیوال تروریزم مرکز دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې همدارنګه ویلي و چې په افغانستان کې د نورو نړیوالو تروریستانو ترڅنګ د ۶۵۰۰ پاکستاني تروریستانو حضور دا ښيي چې پاکستان اوس هم د تروریستانو له ګمارلو، زده کړې، تمویل او ورته له وسلو برابرولو څخه لاس نه دی اخیستی او پر خپلو کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی.
خو د روانې غبرګولې میاشتې پر ۱۵مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د هند حکومت ادعا «ورانونکي تورونه» وبلل او هغه یې د پاکستان پر ضد د نړیوالې ټولنې را پارول یاد کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه هند د افغان سولې بهیر په پېچلي کولو تورن کړ او زیاته یې کړه چې دغه هیواد په افغان خاوره کې د پاکستان پر ضد د فعالو تروریستي سازمانونو ملاتړ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې په افغان خاوره کې د هند په مرسته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو فعالیت د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته یو ګواښ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې لشکر طیبه او جیش محمد دوې پاکستانۍ وسله والې ډلې د افغان طالبانو تر چطر لاندې په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7q9xnak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته