دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 211486
اندونیزیا کې زناکار په درو وهل کېږي
اندونیزیا چې د اسلامي هېوادونو په کتار کې تر ټولو بانفوس هېواد بلل کېږي، د خلکو یو شمېر هغه کړنو ته د اسلام مطابق سزا ورکول کېږي، چې اسلام کې ناروا دي.
دغه هېواد کې زنا، لواطت، قمار او د شرابو څښوونکو ته په عام محضر کې سزا ورکول کېږي او په درو وهل کېږي.
د امریکا غږ د راپور له مخې تېره ورځ ( جمعه غبرګولي ۱۶ ) د اندونیزا هېواد “آچ” ښار کې دوه کسان چې له نکاح پرته یې جنسي نږدې والی ترسره کړی و، د خلکو د سترګو پر وړاندې په درو ووهل شول.
راپور کې راغلي چې یاد هېواد کې د کرونا ویروس له امله د شته محدودیتونو سره – سره حکومت خلکو ته اجازه ورکړې وه چې د پېښې ځای ته ورشي او د زناکارو دورې وهل له نږدې وویني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6zni-23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته